کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد او طالبانو ویاند: د 'دولت موقت' په مذاکراتو کې څه نه دي ویل شوي

3 سنبله 1398 ساعت 13:31

زلمی خلیلزاد، د امریکا خاص نمانیده د افغانستان سولې لپاره چی د طالبانو نمایندګانو سره مذاکراتو نهم دور لپاره د قطر په دوحه کې دی، خپل توئیتر پاڼه کې لیکلی دی چی د موقت دولت په دی دور کې هیڅ خبری نه دی او دا موضوع بین الافغانی خبرو اترو پوری اړه لری.



سهیل شاهین، د طالبانو ویاند په دوحه کې هم خپل توئیتر پاڼه کې لیکلی دی چی رسنیو کې خپاره شوی ګزارش د موقت دولت توافق په اړه حقیقت نه لری.
مخکې د الجزیره خبری شبکه ګزارش ورکړی وو چی د مذاکراتو په دی دور کې په کابل کې د یو ۱۴ میاشتو موقت دولت په اړه د امریکایی او طالب استازو ترمنځ توافقه شوی دی.
ښاغلی خلیلزاد او سهیل شاهین خپل توئیتونو کې په ۱۴ میاشتو کې د خارجی ځواکونو وتل او موقت دولت جوړیدل نه دی تایید کړی.
 


د مطلب کود: 190505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190505/خلیلزاد-او-طالبانو-ویاند-د-دولت-موقت-په-مذاکراتو-کې-څه-نه-دي-ویل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com