دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 190519
دوه انتحاری کوونکې د ۱۶ تنو طالبانو سره په غزنی کې ووژل شو
د غزنی سیمه ییز چارواکې وایی چی دوه انتحاری کوونکې پاکستانی اتباع د ۱۶ تنو طالبانو سره د امنیتی ځواکونو هوایی بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.

عارف نوری؛ د غزنی والی ویاند نن یکشنبه(۳ سنبله) د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل چی دا کسان د تیرو څو ساعتونو په لړ کې د خواجه عمری، قرباغ او خوګیانی ولسوالیو کې وژل شوی دی.
نوری زیاته کړه چی دوه تنه انتحاری کوونکې پاکستانی اتباع او د طالبانو غړو څخه هدف ته رسیدو نه مخکې د خوګیانی ولسوالی ده ملای کلۍ کې هوایی بریدونو په ترڅ کې وژل شوی دی.
د غزنی والی ویاند پّ وینا ددی هوایی بریدونو په جریان کې څلور عراده موټران ددی ډلې دا تخریب شوی دی.
طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 
https://avapress.com/vdca6wn6o49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته