دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 190520
اسلامی همکاریو سازمان طالبانو څخه وغوښتل چی افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شی
د اسلامي همکارۍ سازمان سرمنشي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

جمهوري رياست وايي، یوسف بن احمدالعثیمین دا خبره نن تر غرمې مخکې په جده کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وکړه.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي د سولې د بين الافغاني مذاکرو او د جمهوري رياست د ټاکنو ملاتړ هم کړى دى.
دا بحثونه په داسې حال کې شوي چې په قطر کې د امريکا د هيئت او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو مذاکرې روانې دي.
ولسمشر غني په جده کې نن سهار تر دې مخکې د اسلامي پراختيا بانک له مشر سره خبرې وکړې.
دغه بانک ويلي چې غواړي د کرنې، انکشاف او لويو پروژو د تمويل په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د دغه بانک رئيس ډاکتر بندر الحجار دا خبره نن سهار په جده کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وکړه.
جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د اقتصادي ودې، بسياينې، پانګونې او کرنې په برخو کې پر همکاريو خبرې وشوې.
https://avapress.com/vdccixqsx2bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته