دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 190542
افغان ولسمشر د سعودي له پاچا سره خبرې کړي
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز وایي، د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د افغان دولت په مشرۍ د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

د سعودي پاچا دا څرګندونې پرون له افغان ولسمشر سره د لیدو پر مهال کړي دي.
د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سعودي عربستان پاچا افغان ولسمشر ته د ترهګرۍ د ریښو په له منځه وړلو کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی او دغه راز یې له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو د ښه کېدو غوښتنه کړې ده.
د اعلامیې له مخې نوموړي همدا راز د افغانستان راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم مهمې بللي او د افغانستان د دې ملي پروسې د ترسره کېدو ملاتړ یې کړی دی.
د ارګ اعلامیې د افغان ولسمشر له قوله لیکلي چې له افغانستان سره یې د سعودي همکاري مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې د سیمې د ثبات لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtz9qxak9yn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته