دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 190573
طالبان: د امریکا سره سولې تړون د افغانستان دولت سره زموږ جګړه پای ته نه رسوی
په داسی حال کې چی امریکا امریکا او طالبان افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتلو په اړه خپل مذاکرات نتیجه ته رسولو لپاره خپل هڅو ادامه ورکوی، طالبانو پوری اړوند سرچینه وایی چی هرډول تړون په دی ناستو کې به افغانستان دولت سره جګړی پای ته رسیدو په معنی نه وی.

د رویترز خبرګزاری څخه په نقل سره، طالبان او امریکا چارواکې د تیر میلادی کال تراوسه یو د بل سره مذاکرات ترسره کړي.
آمریکایی مذاکره کوونکې ډير هڅه کړی ترڅو طالبان د بین الافغانی مذاکراتو ته وهڅوی یعنی افغانستان دولت سره د مذاکرات وکړی او اوربند اعلان کړی خو طالبانو یو ارشد چارواکې ټینګار کړي چی داسی کوم پیښه به رامنځته نه شی.
د طالبانو دا قومانده چی نوم یی ونه ښوده وویل: موږ افغانستان دولت سره خپل جګړی او قدرت تصاحب ته په زور سره ادامه ورکوو.
د طالبانو یو بل قومانده هم چی نوم یی ونه ښوده وویل، دا هیله شته چی څو راتلونکې ورځو کې د امریکا سره تړون امضا شی او ددی تړون په اساس آمریکایی سرتیری به طالبانو باندی بریدونه ودروی او دا شبه نظامیان هم آمریکایی سرتیرو په وړاندی خپل جګړه ودروی.
طالبانو چارواکې په عینی حال کې وویل چی د آمریکا سره تړون په اساس به امریکا د افغانستان دولت څخه ملاتړ پریږدی.
دوه پوه دیپلماتیک سرچینی د آمریکا او طالبانو مذاکراتو نهم پړاو کې په قطر کې وویل: افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ جګړی پای ته رسیدل هغه مساله ده چی باید په بېل توګه مذاکره ورباندی وشی.
 
 
https://avapress.com/vdca0wn6e49nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته