دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 190584
ټرمپ: له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره مهالویش نه لرو
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي، له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره کوم مهالویش نه لري او د افغانستان په مسئله کې هېڅ بیړه نه کوي.

ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه په فرانسه کې د ۷ هېوادونو سرمشریزې په څنډو کې له خبریالانو سره په خبرو کې د افغانستان د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته په اشارې وویل: "زماني مهالویش نشته. هر هغه څه چې دي، بیړه نلرو.»
ولسمشر ټرمپ په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو نهم پړاو دوام لري؛ هغې خبرې چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل یې د بحث یوه برخه ده.
ټرمپ یو ځل بیا وویل چې، د افغانستان جګړه په اسانه توګه ګټلی شي خو نغواړي چې «میلیونه کسان» ووژني.
ده وویل: «په حقیقت کې له هر څه وړاندې مونږ په افغانستان کې سوله ساتی رول لرو. په لنډه موده کې پدې جګړه کې بریالي کیدای شو، خو مونږ نه غواړو لس میلیونه کسان ووژنو.»
دا په داسې حال کې دي چې د تېرې جمعې په ورځ په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په ټلیفوني مرکه کې ویلي و چې، د سولې خبرو په نهم پړاو کې امریکا او طالبان له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش په اړه هوکړې ته رسېدلي دي او
سهیل شاهین دا هم ویلي و چې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالویش به هغه وخت اعلان شي کله چې، دواړه لوري د یادې هوکړې د عملي کولو په اړه موافقې ته ورسیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4xqs02bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته