دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 190590
طالبان د سمنګان دری تنه نور اوسیدونکی تیر باران کړي
طالبان د شنبه په ورځ جاری اونۍ کې د سمنګان پنځه تنه اوسیدونکې ددی ولایت یو تن ولایتی شورا غړۍ په ګډون تښتولي وو چی د د یوی شپي او ورځی په تیریدو سره د سید عبدالحلیم سادات ولایتی شورا غړۍ جسد او د هغه یو تن بل جسد په بغلان کې امنیتی ځواکونو له لوری کشف شو.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، امنیتی ځواکونه د سید عبدالحلیم سادات او هغه یو تن همراهانو جسدونه د امنیتی ځواکونو له لوری د چشمه شیر څخه کشف کړی دی.
په همدی حال کې دری تنه نور ددی تښتول شویو څخه هم د طالبانو له لوری تیرباران شوی او هغوی جسدونه نن سهار سه شنبه(۵ سنبله) د سمنګان ولایت چشمه شیر سیمی څخه موندل شوی دی.
احمد جاوید بشارت، د بغلان پولیسو قوماندانی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په مصاحبه کې وویل: د عبدالعلیم سادات، سمنګان ولایتی شورا غړۍ دری تنه همراهانو جسدونه نن سه شنبه د بغلان ولایت چشمه شیر سیمی څخه موندل شوی دی.
هغه زیاته کړه چی دا جسدونه روغتون ته لیږدول شوی دی او قرار دی نن هغوی کورنیو ته وسپارل شی.
حکیم قومندان، نصرالله خان او حاجی قادر د هغو کسانو څخه د طالبانو له لوری تیر باران شوی دی.
چشمه شیر د بغلان ولایت یو خطرناک سیمو څخه دی چی هر وخت د طالبانو کمین کې قرار نیسی.
 
https://avapress.com/vdcjhyevyuqehiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته