دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 190591
کابل کې یوه ښځه د وژنې په تړاو ونیول شوه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو د یادې حوزې په اړوند سیمو کې یوه ښځه د د یوه سړي د وژنې په تړاو نیولې.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې منسوبینو د یادې حوزې په اړوند سیمو کې یوه ښځه د د یوه سړي د وژنې په تړاو نیولې.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:
دې ښځې تېره شپه د افشارو په سیمه کې یو سړی د برق د سیم په وسله زندۍ کړی و او له سیمې تښتېدلې وه.
د یو بل خبر له مخې، د کابل ښار د ښپږمې امنیتي حوزې منسوبینو یو کس د قتل په تور نیولی دی.
د کورنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي:
په همدې حال کې؛ هغه سړی چې څو ورځې دمخه یې په بامیان کې یو کس وژلی و، د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې له اړوند سیمو ونیول شو.
https://avapress.com/vdcaown6649nom1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته