خوښ ديک ۰

دایکندی کې د یو ترافیکی پیښی له امله ۸ تنه مسافر وژل شوی او ټپیان شوی دی

دایکنی سیمه ییز چارواکې وایی چی د یو ترافیکی پيښی له امله ددی ولایت نیلی مربوطه سیمو کې، ۸ تنه مسافرین وژل شوی او ټپیان شوی دی.
دایکندی کې د یو ترافیکی پیښی له امله ۸ تنه مسافر وژل شوی او ټپیان شوی دی

د آوا په ګزارش سره، یو عراده موټر فلانکوچ ډوله د دایکندی ولایت مرکز ولسوالی شیش کلۍ کې د سړک څخه منحرف شوی او په دی پيښه کې څلور تنه مسافرین وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوی دی.
رحمت الله ابراهیمی د دایکندی ولایت ترافیک مدیر ددی پيښی تائید ترڅنګ وایی دا موټر د ولایت مرکز څخه د مرکز ولسوالی شیش کلۍ لوری ته حرکت کې وو چی پيښه رامنځته شوه.
هغه ددی پیښی دلیل د سړکونو خرابی او د موټر چلوونکې بی احتیاطی بللی دی.
 
چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود: 190644 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *