کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: کندهار کې ناپېژاندو وسله والو دوې ښځینه پولیسې وژلې دي

تلویزیون یک , 6 سنبله 1398 ساعت 10:41

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي وایي، ناپیژاندو وسله والو په کندهار ښار کې دوې ښځینه پولیسې په ډزو وژلې دي.



د جمال ناصر بارکزي وایي، ناپیژندو وسله والو نن چهار شنبه سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوندد چوک مدد سیمه کې دوې ښځینه پولیسې چې ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې دنده درلوده، په ‌ډزو وژلې دي.
د بارکزي په خبره، وسله وال له بريد وروسته له سيمي تښتېدلي او دوی يې د پېښي په اړه پلټني پېل کړي دي.
بارکزی وایي له دې پیښې لس دقيقې وروسته نامعلومو وسله والو د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند له پنجوايي دوراهي سره پر تلاښي ولاړ یو پولیس ويشتلی او وژلی دی.
دغه راز تیره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالي په توره ګاره سیمه کي د ملي پولیسو پر پیاده ګزمې د ماین چاودنه شوې چي په پایله کي یې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .
تر اوسه ددغه پيښو مسووليت چا نه دي منلي.
 


د مطلب کود: 190647

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190647/چارواکي-کندهار-کې-ناپېژاندو-وسله-والو-دوې-ښځینه-پولیسې-وژلې-دي

آوا
  https://www.avapress.com