دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۸
د مطلب کود : 190648
ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس ووژل شو
د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رئیس ووژل شو.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې نن مازیګر نږدې پنځه بجې د جلال‌اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د ننګرهار پوهنتون د استادانو په یو کرولا موټر چاودنه شوې چې له امله‌یې د دې پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي رئیس او استاد پوهاند مسعود نېکبخت وژل شوی او د ده د زوی په ګډون دوه نور استادان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه د چسپکي ماین په وسیله ترسره شوې ده.
جلال‌اباد هغه ښار دی چې وخت ناوخت په‌کې دغه ډول چاودنې رامنځته کېږي.
د تېرې زمري میاشتې په ۲۸مه نېټه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ورځ په دغه ښار کې ۱۲ پرله‌پسې چاودنو لسګونه کسان ټپيان کړي وو.
https://avapress.com/vdcdoz0fjyt0n96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته