د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، موږ غواړو چې له افغانستان څخه خپل سرتېري هر څومره ژر او په زیات شمېر چې ممکن وي، وباسو.
مایک پامپیو: بیا به پر امریکا له افغانستان څخه ترورېستي برید نهکېږي
ازادی رادیو , 6 سنبله 1398 ساعت 10:54
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، موږ غواړو چې له افغانستان څخه خپل سرتېري هر څومره ژر او په زیات شمېر چې ممکن وي، وباسو.
ښاغلی پامپیو وايي، باور لري چې هېواد یې کولای شي چې هم له افغانستان خپل سرتېري وباسي او هم ډاډمنه کړي چې له دې هېواده به بیا پر امریکا ترورېستي برید نهکېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ «۲۰۱۹ کال د اګسټ ۲۷» په واشنګټن کې د پخوانیو امریکايي سرتېرو د یو سازمان په غونډه کې وکړې او زیاتهیې کړه چې نهپوهېږي چې د افغانستان د سولې او پخلاینې هڅې به څنګه پای ته ورسېږي، خو د امریکا ولسمشر ژمن دی چې په سمه توګه ترسره شي.
پامپیو وویل، په افغانستان کې د امریکا ۱۸ کلنې پوځي، ډیپلوماتیکې او اقتصادي ښکېلتیا افغان ټولنه بدله کړې او القاعده شبکهیې ماته کړې ده چې د نوموړي په وینا په افغانستان کې د امریکا مأموریت و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې هېواد یې کله هم په افغانستان کې د دایمي حضور نیت نهدرلود.
ښاغلی پامپیو وايي: "رښتیا دا ده چې موږ هېڅکله په افغانستان کې د دایمي پاتې کېدو هڅه نهده کړې. اوس ټولو لورو ته جوته شوې چې وخت تېرېږي، نو د یو کال راهیسې چې نن هم دوام لري موږ له ټولو افغانانو سره کار کوو او ورسره ښکېل یوو. موږ نهپوهېږو چې د سولې او پخلاینې دا هڅې به څنګه پای ته رسېږي، خو د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ژمن دی څو ډاډمنه کړي چې په سمه توګه ترسره شي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو زیاته کړه چې د ولسمشر ټرمپ روښانه سپارښتنه خپله ده (مایک پامپیو) او پوځي همکارانو تهیې دا ده چې له افغانستان څخه خپل سرتېري هر څومر ژر او په هر څومره زیات شمېر کې چې ممکن وي کور ته راستانه کړي.
دی زیاتوي: "موږ غواړو خپل خلک له افغانستان څخه هر څومره ژر او هر څومره زیات شمېر کې چې ممکن وي کور ته راولو، همدارنګه غواړو ډاډمنه کړو چې بیا هېڅکله له دې خاورې پر متحده ایالاتو ترهګریز برید ونهشي. او زه باور لرم چې موږ دا دواړه اهداف ترلاسه کولای شو."
تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په فرانسه کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د مشرانو د غونډې په وروستۍ ورځ ویلي و، "د افغانستان د سولې لپاره کوم مهالوېش نهشته."
د مطلب کود: 190650