کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: هرات کې وسله والو طالبانو ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي

تلویزیون یک , 6 سنبله 1398 ساعت 11:11

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو او ملکي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته کې ۱۲ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.



د عبدالاحد ولي زاده له قوله، د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې تېره شپه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې له امله یې ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د نوموړي له قوله نښته هغه وخت رامنځته شوې کله چې وسله والو طالبانو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په چهاردره سیمه کې پر ولسي خلکو وسله وال برید وکړی او په خبره یې د د شپې تر ۲:۰۰ پورې نښتې دوام درلود.
ولي زاده وایي، افغان امنیتي ځواکونه د پیښې سیمې ته رسېدلې دي.
ولي زاده وسله والو طالبانو ته د اوښتې تلفاتو په اړه څه نه وایي او دغه راز وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 190652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190652/چارواکي-هرات-کې-وسله-والو-طالبانو-۱۲-ولسي-پاڅون-کوونکي-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com