دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 190652
چارواکي: هرات کې وسله والو طالبانو ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي، په دغه ولایت کې د وسله والو طالبانو او ملکي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته کې ۱۲ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د عبدالاحد ولي زاده له قوله، د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې تېره شپه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته رامنځته شوې چې له امله یې ۱۲ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
د نوموړي له قوله نښته هغه وخت رامنځته شوې کله چې وسله والو طالبانو د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په چهاردره سیمه کې پر ولسي خلکو وسله وال برید وکړی او په خبره یې د د شپې تر ۲:۰۰ پورې نښتې دوام درلود.
ولي زاده وایي، افغان امنیتي ځواکونه د پیښې سیمې ته رسېدلې دي.
ولي زاده وسله والو طالبانو ته د اوښتې تلفاتو په اړه څه نه وایي او دغه راز وسله والو طالبانو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : تلویزیون یک
https://avapress.com/vdciwuazrt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته