دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 190655
پاکستان افغانستان ته د هند د ځمکنیو سوداګریزو لارو او د خپل هوایي حریم په تړلو غور کوي
د پاکستان حکومت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې اسلام آباد افغانستان ته د هند د ځمکنیو سوداګریزو لارو او د خپل هوایي حریم په تړلو غور کوي.

د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجي وزیر فواد چودهري پرون ماښام یوه ټوېت کې ویلي، چې اسلام آباد افغانستان ته د هند د ځمیکنو سوداګریزو لارو پر بندولو غور کوي.
نومړی زیاته کړه، چې پر دې سربېره اسلام آباد هند ته د خپل هوایي حریم په بندولو هم غور کوي.
د ښاغلي چودهري په وینا، د دغو پرېکړو حقوقي مراحل تر ارزوني لاندې ديږ
دا په داسې حال کې ده چې د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حالت له ختمولو وروسته د نوي دهلي او اسلام آباد ترمنځ تاوتریخوالي ډېر شوی دی.
 
سرچينه : خامه پریس
https://avapress.com/vdcbsgb8srhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته