دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۱
د مطلب کود : 190682
طالبانو او امریکایي استازو د سولې وروستي توافق ته نږدی شوي
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان کړی چې د طالبانو او امریکایي استازو د سولې هوکړې په اړه وروستي توافق ته نږدې شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن هم مذاکرات دوام کوي.
ښاغلي شاهین وایي: وروستي توافق ته ‌‌‌‌‌‌نږدې شوي یو. هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې طالبان او امریکايی استازي د سولې خبرو کې د خپلمنځي هوکړې پر متن سره سلا شوي دي.
https://avapress.com/vdcbwgb85rhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته