کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو او امریکایي استازو د سولې وروستي توافق ته نږدی شوي

6 سنبله 1398 ساعت 17:31

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر اعلان کړی چې د طالبانو او امریکایي استازو د سولې هوکړې په اړه وروستي توافق ته نږدې شوي دي.



د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نن هم مذاکرات دوام کوي.
ښاغلي شاهین وایي: وروستي توافق ته ‌‌‌‌‌‌نږدې شوي یو. هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې طالبان او امریکايی استازي د سولې خبرو کې د خپلمنځي هوکړې پر متن سره سلا شوي دي.


د مطلب کود: 190682

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190682/طالبانو-او-امریکایي-استازو-د-سولې-وروستي-توافق-ته-نږدی-شوي

آوا
  https://www.avapress.com