کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د "پاکستان راکټي" بریدونو په کونړ کې درې ماشومان ووژل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 سنبله 1398 ساعت 17:44

په داسې حال کې چې افغانستان پر کونړ او نورو برخو د "پاکستان د توغندیو" د بریدونو په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی خو چارواکي وایي چې دا بریدونه لا هم روان دي.



د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصصم امریکا غږ ته وویل چې د دانګام په ولسوالۍ کې د "پاکستان د پوځ" په یو راکټي برید کې درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
ښاغلي مصصم وویل چې دا بریدونه د چهارشنبې په ماسپښین (اګست۲۸) شوي دي. هغه وايي ماشومانو لوبه کوله چې توغندی پرې ولګېده. هغه ونه ویل چې تر دې دمه څومره راکټونه وېشتل شوي دي.
په ختیځ کې د سرحدي لوا د ځواکونو ویاند ادریس مومند هم د پاکستان له لوري پر افغان خاورې توغندي وېشتل تایید کړي دي خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي وئیلي.
په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې "عادلې راز" په همدې اړه د افغان حکومت رسمي شکایت ملګرو ملتونو ته سپارلی دی.
د میرمن راز دفتر امریکا غږ ته وویل چې دا شکایت د تېرې پنجشنبې په ورځ (اګست۲۲) شوی دی. په شکایت کې ویل شوي دي چې د اګست په ۲۰ نيټه د "پاکستان پوځ د کونړ د شلتن پر ولسوالۍ څه باندې ۲۰۰ راکټونه توغولي دي" چې له کبله یې یو شمېر کورونه ویجاړ شوي او ډېرو خلکو خپل کورونه پرېښي دي.
په شکایت کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې په دې اړه "جدي اقدامات" وکړي.
تر دې مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټویټر کې لیکلي وو:"د افغانستان حکومت پر افغان خاورې د پاکستان وروستي راکټي بریدونه په کلکه غندي. زموږ په باور د پاکستان دا عمل د نړیوالو اصولو خلاف دی او په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات په برخه کې د پاکستان نه ژمنتیا ښکاره کوي."
پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ویلي وو چې په کونړ کې پر هغو ځایونو بریدونه کوي چې د پاکستاني چارواکو په خبره "ترهګر ترې پاکستاني پوځ او خاوره" په نښه کوي.
افغان چارواکي وايي له څو کلونو راهېسې د ډیورېنډ له بلې غاړې "د پاکستان پوځ" پر افغان خاورې د توغندیو بریدونه کوي.
 


د مطلب کود: 190685

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190685/د-پاکستان-راکټي-بریدونو-په-کونړ-کې-درې-ماشومان-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com