کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شاهین: د امریکایي او طالب استازو ترمنځ مذاکرات د شپې تر دوه نیو بجو پورې دوام درلود

7 سنبله 1398 ساعت 10:10

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ مذاکرات د شپې تر دوه نیمو بجو پورې دوام درلود.



ښاغلي شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي:
نن د امریکا مذاکراتي ټيم سره مو د شپې تر دوه نیمو بجو پورې خبرو دوام درلود. محترم ملا صاحب برادر او ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد هم موجود وو.
هغه زیاته کړه:
په مهمو ټکیو پرمختګ وشو. سبا دورځې یوه بجه به د یاد ټيم سره بله ناسته لرو.
ښاغلي شاهین پرون وویل چې د امریکا او طالب استازي د سولې هوکړې په اړه وروستي توافق ته نږدې شوي دي.
 


د مطلب کود: 190697

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190697/شاهین-د-امریکایي-او-طالب-استازو-ترمنځ-مذاکرات-شپې-تر-دوه-نیو-بجو-پورې-دوام-درلود

آوا
  https://www.avapress.com