دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 190701
جان بس: طالبان یو پلو سوله غواړي او بل پلو مخابراتي شبکې ويجاړوي
په افغانستان کې د امريکا سفير وايي، طالبان له يوې خوا سوله غواړي او له بلې خوا مخابراتي شبکې ويجاړوي.

پرون ماښام په خوست ښار کې د سلام مخابراتي شبکې په دفتر کې چاودنه وشوه.
تر دې مخکې د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې هم د سلام مخابراتي شبکې يوه پايه والوځول شوه.
وسله والو طالبانو تېره دوشنبه په يوه اعلاميه کې خبردارى ورکړى و چې د سلام مخابراتي شبکې پر مرکزونو او انتنونو به حملې کوي.
په کابل کې د امريکا سفير جان بس تر دغو پېښو وروسته تېر ماښام په ټوېټر کې وليکل: طالبان وايي، دوى سوله غواړي او يوې موافقې ته چې جوړجاړي ته لار هواروي، نږدې شوي دي، خو په عين حال کې مخابراتي شبکې او هغه تاسيسات ويجاړوي چې افغانان ورباندې متکي دي.
جان بس ليکلي: اوس موږ او افغانان کوم اړخ ته پام وکړو، هغه څه ته چې طالبان وايي که هغه څه ته چې دوى يې کوي؟
طالبانو سلام مخابراتي شبکه په استخباراتي فعاليتونو تورنه کړې ده.
https://avapress.com/vdcdzz0ffyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته