دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۳
د مطلب کود : 190716
ارګ: ترهګري‎ یوازې افغانستان ته نه، بلکې امریکا ته هم یو ستر ګواښ دی
په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه امریکايي چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي، افغان حکومت وايي چې امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو یا نه پاتې کېدو لپاره منظمه برنامه لري.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: زموږ په باور په دې برخه کې ضد او نقیص څه نشته، مهمه دا ده چې دلته امریکايي ځواکونو ته څومره ضرورت شته، تاسو په دې پوهېږئ چې ترهګر د افغانستان او زموږ متحدینو ته په ځانګړي ډول امریکا ته یو ستر ګواښ دی او دغه ګواښ چې تر هغې له منځه لاړ نشي، موږ باید په ګډه مبارز وکړو.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې اوسمهال له افغانستانه کې د ځواکونو د ایستلو لپاره هېڅ ډول مهالوېش نشته، خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو بیا ویلي، باور لري چې هېواد یې وکولی شي چې له افغانستانه خپل یوه ډېره برخه سرتېري وباسي او هم ډاډمنه کړي چې له دې هېواده به بیا پر امریکا ترورېستي حمله نه ‌کېږي.
ښاغلي ټرمپ د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د جي٧ هېوادونو د غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې زماني مهالوېش نشته، هر هغه څه چې دي، بېړه نه لرو.
همدا شان د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې رئیس جنرال جوزف ډانفورد په پنټاګون کې یوې خبرې غونډې ته ویلي دي چې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو خبرې له وخته مخکې دي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې دغه ډول ضد او نقیض څرګندونې څه معنا او ایا د سولې روان مذاکرات تر تاثیر لاندې راوستی شي که نه؟
د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده يې د افغان حکومت لپاره غولوونکي بولي.
دی وایي: داسې خبرې چې د امریکايي چارواکو له خوا کېږي، شاید د دې معنی دا وي چې امریکایان غواړي په افغانستان کې د افغان حکومت روحیه خرابه نشي، ستونزې رامنځته نشي او حکومت له منځه لاړ نشي، که طالبان په دې برخه کې اندېښمن وای، نو بیا یې خبرې تر دې حده مخکې نه بیولې، لا وختي به یې خبرې درولې وای.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvyevmuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته