دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 190720
ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ سبا پیلیږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، ټاکل شوې ده، چې سبا د جمعې په ورځ به ( سنبلې ۸مه) د دغه کمیسیون له مرکزي دفتر څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغه کمیسیون کارکوونکي همدا اوس ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو ټاکنیزو موادو د لیږد په چارو بوخت دي.
ښاغلي ابراهیمي وویل، چې ولایتونو ته په ټاکنیزو موادو کې د رایې پاڼې، د رایو د پایلو فورمې، رنګ، بایومټریک دستګاوې او د ټاکنو په ورځ نور د اړتیا وړ مواد شامل دي، چې د رایې اچوونکو د لیست پر اساس ولایتونو او بیا د ولایتونو له مرکزونو څخه د رایو اچونې مرکزونو ته به واستول شي.
ښاغلي ابراهیمي وویل " ټاکل شوې سر د سبا د سنبلې له اتمې د حساسو او غیرو حساسو موادو لیږد د ځمکې او هوا له لارې د امنیتي ادارو په همکارۍ پیل شي".
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دغه چارواکي د وینا له مخې شاوخوا ۲۳ ولایتونو ته به د ځمکې له لارې او پاتې نورو ته د هوا له لارې ټاکنیز مواد واستول شي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د مهال ویش له مخې له کابل څخه ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لیږد به ۱۴ ورځې وخت واخلي او ټاکل شوې د سنبلې تر ۲۲ ورځې پورې به دا بهیر بشپړ شي.
افغان امنیتي ادرو چارواکي هم وايي، چې هغو ولایتونو ته، چې د ځمکې له لارې ټاکنیزو موادو لیږد اسان نه دی د هوا له لارې به د دغو موادو په لیږد کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره هم مرسته وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي تیره ورځ کابل کې د ټاکنو د امنیت په اړه یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره ټول امنیتي پروګرامونه په نوبتي ډول تطبیق کیږي.
هغه وویل، چې ولایتونو ته د ټاکنیزو حساسو او غیر حساسو موادو د لیږد په برخه کې هم د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره ګډ کار کوي.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا وزارت به ټاکنیز حساس او عیر حساس مواد پرته له ځنډ څخه ولایتونو ته د هوا له لارې واستوي.
ښاغلي امان وویل، چې هغو ولایتونو ته به ټاکنیز مواد د هوا له لارې واستول شي، چې د ځمکې له لارې د موادو لیږد ورته ستونزمن دی.
ټاکل شوې د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنې د تلې په شپږمه په ۴۹۰۰ ټاکنیزو محلونو کې ترسره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcew78z7jh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته