دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 190721
افغانستان څخه منځنۍ‌آسیا ته د داعش د نفوذ په اړه د روسیې اندېښنه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې داعش په نوم ډله د افغانستان په شمال کې د اډې په جوړولو سره هڅه کوي، چې د منځنۍ آسیا هیوادونو ته نفوذ وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، چې له خپل هندي سیال سوبرامانیام جایشانکا سره یې د چهارشنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۶مه) په مسکو کې یو خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل، چې د یو شمیر لاملونو په سبب لکه په عراق، لیبیا او سوریې کې جګړې، چې د امریکا او ملګرو له خوا یې پیل شوي دي، "په ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان کې د اسلامي دولت په نوم ډلې (داعش حضور پراخ کیږي".
د ښاغلي لاوروف پر وینا، داعش هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شي او له هغه ځای څخه، په منځنۍ آسیا کې د روسیې د ملګرو هیوادونو خاورې ته د نفوذ موندلو پلان طرحه کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې تړاو د خپرو شویو ریپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې او لویدیځ هیوادونه یې په افغانستان کې له تروریستي ډلو سره د مبارزې په برخه کې په دوه‌ګوني چلند تورن کړي دي.
ښاغلي لاوروف زیاته کړه: "زه اوس جزئیات نه وړاندې کوم، خو د دې موضوع په اړه له اړوندو هیوادونو سره غږېږم".
دا لومړی ځل نه دی، چې روسیه په افغانستان کې په ځانګړي ډول د دغه هیواد په شمال کې د داعش ډلې پر فعالیتونو اندېښنه ښيي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په دغه هیواد کې د داعش ډلې ځواک له منځه تللی دی.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "هره تروریستي ډله چې د افغانستان د درې رنګه بیرغ، د افغانستان د خلکو او د افغانستان د حکومت په وړاندې ودرېږي، هغه زموږ دښمنه ده او پر ضد یې مبارزه کوو".
د ښاغلي رحیمي پر وینا، د افغان ځواکونو استخباراتي او عملیاتي وړتیا اوس داسې کچې ته رسیدلې ده، چې هره تروریستي ډله ځپلی شي.
له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست او د ملي امنیت شورا د داعش ډله نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ بللی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې.
 
سرچينه : صدای امریکا
https://avapress.com/vdcf0xdyyw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته