په داسې حال کې چې د ولسمشریزو انتخاباتو ځیني کاندیدان سولې ته خوشبین دي، خو د امنیت او عدالت د انتخاباتي ټکټ مشر رحمت الله نبیل وايي، سوله چې د افغانستان خلک پرې تر اوسه هم نه پوهېږي.
ښاغلي نبیل چې د پنجشنبې په ورځ یې په میدان وردګ ولایت کې د خلکو یوې غونډې ته خبرې کولې، ټینګار یې وکړ چې د سولې د مسئلې پر وړاندې باید محتاط واوسو.
ده وویل: داسې سوله نه غواړو چې یوه اوونۍ وروسته سپین بیرغونه پر تورو تبدیل شي، داسې سوله د خلکو په ګټه نه ده، د انتخاباتو ځنډول یا شاته کول موږ ته سره کرښه نه ده، که سوله کېږي او ورپسې انتخابات کېږي، باید قیمت یې دوه اړخیز وي، نه دا چې نه دې انتخابات وشي او نه دې سوله.
ښاغلی نبیل په خپلو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه اندېښنې بېځایه ګڼي.
دی وايي، که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، حاضر دی چې په خپلو امکاناتو د هېواد امنیت ټینګ کړي.