دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 190750
د افغانستان په کندوز ولایت کې د حکومتي روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې وسله وال طالبان روغتون ته ننوتلي او د ښار پر خوا روان دي. د دغه روغتون یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دوی ته نهه ولسي ټپیان او دوه وژل شوي سرتېري وروړل شوي.

د افغانستان په کندوز ولایت کې د حکومتي روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې وسله وال طالبان روغتون ته ننوتلي او د ښار پر خوا روان دي. د دغه روغتون یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دوی ته نهه ولسي ټپیان او دوه وژل شوي سرتېري وروړل شوي.
د کندوز د پولیسو ویاند سید سرورو حسیني وايي، طالبانو تېره په له څلوورو خواوو پر کندوز ښار برید کړی، چې په وینا یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او متقابل برید روان دی.
د طالبانو همغږی برید له څلورو خواوو څخه له تېرې شپې راهیسې پیل شوی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر لیکلي، عمومي سړک د طالبانو په ولکه کې دی چې په وینا یې د کندوز ښار له کابل بندر سره نژدې د خاک کني سیمه یې هم نیولې ده.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، "د کندوز ښار د دریمې حوزې آمر کلک ټپي شو، ګڼ شمېر پولیس يې وژل شوي دي."
تر اوسه کومې رسمي حکومتي سرچینې تر اوسه کندوز کې د جګړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په تخار کې زموږ خبریال وايي، د کندوز حوزوري روغتون یوې بلې سرچینې ویلي، نن یې غوښتل روغتون ته ولاړه شي، خو لارې بندې وې، طالبان د حوزوي روغتون مخې ته (باغ زراعت) سیمه کې جګړه کوي.
یاده سرچینه وايي، د جګړې له ځایه دوی ته د نهه ټپي شویي ملکیان او دوه وژل شوي پوځيان وروړل شوي.
۹ ملکیان ټپیان او دوه پوځیان وژل شوي.
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر فیروز بشري رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، طالبان شمال ختیځ (بدخشان، تخار او بغلان) ولایتونو کې تر زیات فشار لاندې دي چې پر کندوز ښار د برید له لارې غواړي د رسنیو پام بلې خوا ته واړوي.
نوموړی زیاتوي، موږ کندوز کې کافي ځواکونه لرو چې طالبان بېرته په شا وتمبوو.

د کندوز سقوط، لاملونه او تاوان
د ۲۰۱۵ کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو د بریدونو پایله کې کندوز سقوط وکړ، دا ښار یې د څو ورځو لپاره په ولکه کې و او طالبانو دا یوه ستره لاسته رواړنه وبلله خو څو ورځې وروسته د ناټو په مرسته افغان ځواکونو دغه ولایت بېرته ونیو.
یوکال وروسته، د ۲۰۱۶ کال اکتوبر په ۳مه هم طالبانو د افغانستان په شمال کې د کندوز پر مرکز له ختیځ او لوېدیځ پلوه بریدونه وکړل او د دې ښار ځینې سیمې یې ونیولې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmvnzv23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته