کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل ولایت کې یو امریکایي عسکر وژل شوی

9 سنبله 1398 ساعت 9:21

د امریکا د متحدو ایالاتو یو عسکر په افغانستان کې ووژل شو.



په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په بیان کې چې پرون جمعه د اګست په دېرشمه خپور شوی، ویل شوي چې یو عسکر د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په وخت کې وژل شوی دی.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند کړي.
خو نیوزویک مجلې د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله ویلي چې وژل شوی عسکر د امریکا د سپېشل فورس یا ځانګړو ځواکونو غړی و.
د پنټاګون یوې سرچینې نیوزویک ته ویلي چې عسکر په زابل کې وژل شوی دی.
تېره اوونۍ هم دوه امریکايي عسکر په فاریاب کې ووژل شول.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو لګیا ده.
د رپوټونو پر اساس، په افغانستان کې اوسمهال ۱۴ زره امریکايي عسکر مېشت دي.
 


د مطلب کود: 190751

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190751/په-زابل-ولایت-کې-یو-امریکایي-عسکر-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com