دخپریدو نیټه :شنبه ۹ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 190790
غني: د سولې خبرو کې پر امنیتي ځواکونو او جمهوريت معامله نه کیږي
د ولسمشریز ټاکنو نوماند محمد اشرف غني وایي، د سولې په خبرو کې پر امنیتي ځواکونو او جمهوري نظام معامله نه کیږي.

محمد اشرف غني نن شنبه په کابل کې د خپل ټاکنیز کمپاین ناستې ته د خبرو پر مهال وویل، افغان امنیتي ځواکونو په یوازې ځان له هېواده د دفاع کولو وړتیا لري او ټینګار یې وکړ چې په هیڅ صورت کې په امنیتي ځواکونو معامله نه کیږي.
محمد اشرق غني دا ژمنه هم وکړه چې که چیرې راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي ، نو د بریښنایی تذکرو د ویش پروسه به جدي ونیسي او د حکومتولۍ سیستم به الکترونیکي کړي.
محمد اشرف غني وویل، په حکومت کې داسې کسان هم شتون لري چې له بیلابېلو ادارو تنخواګانې اخلي او په دې اړه یې د جدي اصلاحاتو راوستلو ډاډ ورکړ.
د محمد اشرف غني ترمشرۍ لاندې د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امر الله صالح وویل چې، وسله وال طالبان د سولې په خبرو د پاکستان استخباراتي ادارې له زاویې خبرې کوي او په خبره یې دغه ډله خپلواکي نه لري.
امر الله صالح وویل چې، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، د وسله والو طالبانو د کویټې شورا ۷۰ غړي لري چې ټول یې پوره سواد نه لري او یوازې د مدرسې په کچه یې زده کړې دي.
د امرالله صالح له قوله، وسله وال طالبان له بین الافغاني خبرو ویره لري او په افغانستان کې د جمهوري نظام پرځای د امارت غوښتوونکي دي ځکه چې په خبره یې جمهوري نظام د خلکو سیاسي او علمي ملاتړ لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9gb8grhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته