کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز په څلورلاري کې د پرونۍ چاودنې مسؤلیت طالبانو منلی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سنبله 1398 ساعت 9:35

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کندز ښار پر چوک په چاودنه کې لس تنه وژل شوي او پنځه تنه زخمیان شوي دي.



کورنیو چارو وزارت ویاند پرون د اګست په ۳۱مه پر ټوېټر لیکلي چې د کندز امنیه قوماندان منظور ستانکزی هم په زخمیانو کی شامل دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند لیکلي چې چاودنه په داسې وخت کې وشوه چې امنیه قوماندان خبریالانو ته معلومات ورکول.
په چاودنه کې ښايي یو شمېر خبریالان هم وژل شوي یا زخمیان شوي وي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د قربانیانو هویت به وروسته اعلان کړي.
نړیوال خبري اژانسونه د سیمه ییزو رسنیو د خبریالانو په حو اله خبر ورکوي چې لس تنه وژل شوي او یولس تنه زخمیان شوي دي.
وسله والو طالبانو په کندز ښار کې د پرونۍ حملې مسؤلیت اخیستی دی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې هدف یې د کندز د امنیې قوماندان او کومانډو ځواکونه وو.
 


د مطلب کود: 190823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190823/د-کندز-په-څلورلاري-کې-پرونۍ-چاودنې-مسؤلیت-طالبانو-منلی

آوا
  https://www.avapress.com