دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 190834
طالبانو تر کندز وروسته تېره شپه د بغلان پر مرکز پلخمري برید کړی
وسله والو طالبانو پر کندز ښار تر پروني برید وروسته تېره شپه د بغلان پر مرکز پلخمري له دوو لورو بریدونه کړي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، دغه بریدونه چې تېر شپه دوې بجې پیل شوي نن یکشنبه د «وږې میاشتې پرلسمه» د پلخمري ښار په څنډو کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو د تېرې شپې بریدونه د بغلان ولایت مقام ودانۍ تر یو کیلومترۍ پورې رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال د بغلان مرکز پلخمري کې د افغان سرتېرو، ولسي پاڅونوالو او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.
ښاغلي محسني وویل:"تر دا مهاله اضافي ځواکونه دغه ولایت ته نه دي رسېدلي، ژمنه یې کړې چې سرتېري پر لار دي، که تازه دامه ځواکونه ژر ونه رسېږي په دغه ولایت کې به یو لوی ناورین رامنځته شي".
تر دا مهاله په دغه جګړه کې د مرګ او ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی او خپله د بغلان امنیتي چارواکو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، چې د پلخمري ښار په څنډو کې د وسله والو طالبانو د تېرې شپې بریدونه پر شا تمبولي او وايي، چې طالبان د افغان ځواکونو لخوا محاصره شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پلخمري ښار د سقوط په اړه راپورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې ځانګړی افغان ځواک دغه ولایت لېږل شوی دی.
ښاغلي رحیمي ویلي:"هڅه داده چې چې هغوی «طالبان» ډېر ژر له منځه یووړل شي".
طالبانو بیا ویلي، چې وسله والو یې له تېرې شپې راپدېخوا تر دا مهاله د پلخمري ښار ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي او جګړه اوس هم روانه ده.
وسله والو طالبانو وړمه شپه هم پر کندز ښار پراخ بریدونه وکړل، چې تر څو ساعته جګړې وروسته د افغان چارواکو په وینا پر شا وتمبول شول.
طالبانو پر داسې مهال د افغانستان په شمال کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی چې په قطر کې د افغان سولې په اړه نهم پړاو مذاکرات تېره شپه پای ته ورسېدل.
دواړو لورو په دغو مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewn6y49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته