دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۴
د مطلب کود : 190853
بلخ کې یوې چاودنې اته تنه مُلکيان وژلي
د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې په ګډون اته تنه مُلکیان د واټ ته‎څېرمه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې په پایله کې وژل شوي دي.

د چمتال ولسوال عبدالمتین خواجه زاده وايي چې تېره ورځ له غرمې مخکې ۱۱ یو سراچه ډوله موټر چې د دغې ولسوال له اړوندو سیمو د مزارشریف په لور په حرکت کې و، د واټ ته‎څېرمه په ځای پر ځای شوی ماین برابر و چاودنه وشوه چې په پایله کې یې د دغه موټر ۸ تنه سپرلۍ ووژل شوه.
خواجه زاده زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو له خوا د امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ځای پر ځای شوی و، خو ولسي وګړي یې قرباني شول.
بلخوا طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsgb8frhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته