کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

'فاریاب کې د هوايي برید په پایله کې ۱۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي'

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 سنبله 1398 ساعت 16:09

د فاریاب د ولایتي شورا یو غړی صبغت‎الله سېلاب وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.



هغه زیاتوي چې دغه هوايي بریدونه، د شنبې پر شپه پر یوه کور چې په هغه کې دوه کورنیو ژوند کاوه، ترسره شوي، چې د هغه په پایله کې د دوه کورنیو ۱۲ غړي وژل شوي؛ اته ماشومان هم په وژل شویو کسانو کې شامل دي.
ښاغلي سېلاب وویل چې دا کور د ګرزیوان ولسوالۍ مرکز ته په دوه سوه مټرۍ کې پروت دی.
له ډېرې هڅې سره ونه توانېدو چې په دې تړاو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارواکو لیدلوری ترلاسه کړو، خو دغه قول اردو د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ۵ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه همدارنګه کاږي چې طالبانو ته دا مرګ ژوبله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې او هوايي بریدونو په پایله کې اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو پر پټڼ‎ځايو د هوايي بریدونو په پایله کې، د طالبانو دوه مهمې مورچلې له‎منځه تللې دي. 
 


د مطلب کود: 190856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190856/فاریاب-کې-د-هوايي-برید-په-پایله-۱۲-تنه-ولسي-وګړي-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com