دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۴
د مطلب کود : 190860
فراه ولایت کې چاودنه؛ د شپږو مُلکیانو په ګډون اته تنه وژل شوي
فراه کې د واټ ته‎څېرمه یوه ځای پرځای شوي ماین چاودنه کې د شپږو ولسي وګړو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب‎الله محب وايي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
محب زیاتوي چې دا پېښه نن (یکشنبې د وږي په ۱۰مه) د فراه ولایت په انار دره ولسوالۍ کې شوې ده.
د هغه په وینا، چې د دغې ولسوالۍ د امنیه قومندان دوه ساتونکي هم په دغې چاودنه کې وژل شوي دي.
د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې دا ماین په تازه‎ګۍ سره د طالبانو له خوا د اناردرې ولسوالۍ د عمومي واټ ته‎څېرمه خښ کړل شوی و.
خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjmyevyuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته