دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 190863
اسلامي وحدت ګوند له دولت ساز ټاکنیز ټیم نه ملاتړ اعلان کړی
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند نن یک شنبه د محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې دولت ساز ټاکنیز ټیم څخه ملاتړ اعلان کړ.

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مرستیال عباس ابراهیم وویل چې، دولت ساز ټیم د بریالیتوب په صورت کې داسې پروګرامونه لري چې کولای شي افغانستانله بحران څخه وباسي.
په ورته وخت کې د دولت ساز ټیم دویم مرستیال سرور دانش د ملي وحدت ګوند پلویانو ته د خبرو پرمهال وویل چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیچلې او اوږدې شوې دي.
سرور دانش وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ تراوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو او اوربند په اړه هوکړه نه ده شوې.
ښاغلي سرور دانش دا هم وویل چې، امریکا او طالبانو له ۹ پړاونو خبرو سربیره اوس هم دغه بهیر روښانه نه ښکاریږي.
ښاغلي سرور دانش ټینګار وکړ چې د ټاکنو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی او ټاکنې به په ټاکلي وخت ترسره کیږی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccexqs12bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته