کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د وسله والو طالبانو له لوري الیشنګ ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله پنځه تنه شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي.

11 سنبله 1398 ساعت 10:13

ددې پیښې ټول ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.
په شهیدانو کې یوه مور او درې او لادونه یې هم شامل دي.


 تیره ماښام شاوخوا ۷ بجې د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د شمسه خیلو په سیمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د ولسي وګړو په کور د هاوان مرمۍ لګیدلې چې پرمهال یې د یوې کورنۍ پنځه تنه شهیدان او شپږ نور ټپیان شوي.
ددې پیښې ټول ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

په شهیدانو کې یوه مور او درې او لادونه یې هم شامل دي.
د لغمان والي ښاغلی محمد اصف ننګ د وسله والو دغه ډول کړنې په سختو ټکو غندي او دا چاره چې زیان یې ولسي وګړو ته اوړي یو بزدلانه او جاهلانه کړنه بولي.
ښاغلی ننګ ددې پېښې ټولو شهیدانو ته د ستر رب له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي او ددې ولایت ټولو روغتیایې مسوولینو ته یې دنده سپارلې چې دټپیانو په درملنه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.


د مطلب کود: 190886

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190886/د-وسله-والو-طالبانو-له-لوري-الیشنګ-ولسوالۍ-کې-په-یوه-کور-هاوان-مرمۍ-لګیدو-امله-پنځه-تنه-شهیدان-او-شپږ-نور-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com