دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 190902
پکتیا کې ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی
افغان امنیتي ځواکونو د پکتیا په مرکز ګردیز ښار کې یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې په ډزو وژلی دی.

د پکتیا امنیه قومندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي، نن دوشنبه په دغه ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته تر رسیدو مخکې د پولیسو لخوا په ډزو وژل شوی.
سردار ولي تبسم وایي، نن د غرمې ۱۱:۲۰بجې د ګردېز ښار د حوزوي روغتون مخې ته پولیسو یو تن چې، ځانمرګي واسکټ یې پر تن و، ویشتلی دی.
تراوسه کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgzz9qxak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته