دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 190909
لغمان کې د هاوان لګېدو د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، تېر ماښام اوه بجې د الیشنګ په شمسه خېلو سیمه کې د طالبانو د هاوان مرمۍ پر یو کور لګېدلې ده چې د یوې کورنۍ اوه غړي یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزي نن دوشنبه د «وږې میاشتې پر۱۱مه»امریکا غږ ته وویل چې د هاوان مرمۍ د طالبانو لخوا توغول شوې ده.
هغه وايي، په وژل شویو کې یوه مور او د هغې څلور بچیان هم شامل دي.
د لغمان د دولتي روغتون مشر ډاکټر فاروق سهاک هم امریکا غږ ته وویل:"د پېښې له ځایه زموږ روغتون ته دوه جسدونه او شپږ زخمیان راوړل شوي وو چې د یو ټپي روغتیايي حالت نازک و کابل ته یې لېږدلی دی."
هغه زیاته کړه، چې په ټپیانو کې یو هلک او یوه نجلۍ درې کلن دي او یو بل ماشوم پنځه کلن او یوه مېرمنه شامل دي.
د سیمې یو اوسېدونکي ګل محمد چې له ټپیانو سره د مهترلام روغتون ته ورغلی امریکا غږ ته یې وویل:"موږ پوه نه شوو چې دا مرمۍ له کوم لوري راغله، خو زموږ د دې ګاونډې په کور لګېدلې او په نتیجه کې یې د دغه وړوکي ماشوم چې دواړه پښې یې پرې شوې دي د همدې ماشوم مور او پلار هم پکې مړه شوي دي."
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
ځینو ځايي اوسېدونکو دا هم وویل، چې د پېښې سیمې ته د ملي اردو مرکز هم دی او معلومه نه ده چې دا مرمۍ د طالب وه او که حکومت ویشتلې ده.
 
https://avapress.com/vdcdzz0fnyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته