کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لیک لاسوند غني او عبدالله ته ور وښود

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 سنبله 1398 ساعت 15:53

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبې (د وږي په ۱۱مه) له ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له لیدو وروسته، له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه‎لیک لاسوند د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وروښود.



د ولسمشرۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو رییس وحید عمر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لیک لاسوند (پیش نویس) ولسمشر غني ته وروښود او په دې اړه به له ښاغلي خلیلزاد سره بحثونه دوام پيدا کړي.
ورته مهال د اجراییه ریاست د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي خلیلزاد له اجراییه رییس عبدالله عبدلله سره په ځانګړې توګه په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي دي.
د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، ښاغلي خلیلزاد د سولې په تړاو وروستي جزییات له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل او د سرتاسري او تلپاتې سولې په اړه یې ډاډ ورکړل.
خبرپاڼه زیاتوي چې خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د مذاکرې له ټولو لورو سره به خبرې وکړي. 
 


د مطلب کود: 190923

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190923/زلمي-خلیلزاد-د-سولې-هوکړه-لیک-لاسوند-غني-او-عبدالله-ته-ور-وښود

آوا
  https://www.avapress.com