د ولسمشرۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو رییس وحید عمر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لیک لاسوند (پیش نویس) ولسمشر غني ته وروښود او په دې اړه به له ښاغلي خلیلزاد سره بحثونه دوام پيدا کړي.
ورته مهال د اجراییه ریاست د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي خلیلزاد له اجراییه رییس عبدالله عبدلله سره په ځانګړې توګه په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي دي.
د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، ښاغلي خلیلزاد د سولې په تړاو وروستي جزییات له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل او د سرتاسري او تلپاتې سولې په اړه یې ډاډ ورکړل.
خبرپاڼه زیاتوي چې خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د مذاکرې له ټولو لورو سره به خبرې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)