دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 190932
له خلیلزاد سره د ټاکنو پر ځنډولو خبرې نه دي شوي- صدیقي
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو ورځ او نیټه معلومه ده او انتخابات به په خپل وخت وشي.

ښاغلي صدیقي د دوشنبې په ورځ سپتمبر دوهمه (وږي ١١) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله د امریکا له ځانګړي استازي سره ولیدل او خبرې وکړې.
هغه وویل چې له ښاغلي خلیلزاد سره د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډولو په اړه هېڅ بحث نه دی شوی. د ښاغلي صدیقي په وینا ټاکنې به په خپل وخت کیږي او ځنډول یې د منلو نه دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهم پړاو خبرې ختمې شوې او زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د سولې د یوې موافقې په درشل کې دي.
له دې خبرې سره په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوهان وړاندوینې کوي چې ښایي د ولسمشرۍ ټاکنې ونشي، خو ښاغلي صدیقي دا اوازې رد کړې.
هغه وویل چې په را روانو څو اونیو کې به دا ټاکنې وشي او هیله یې وښوده چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او وښيي چې خپل برخلیلک په خپله ټاکي.
ښاغلي صدیقي دا خبره هم وکړه چې له امریکايي چارواکو سره په هېڅ رسمی مجلس کې د ټاکنو د ځنډولو په اړه خبرې نه دي شوي، بلکې په خبره یې امریکا ددغه بهیر ننګه کوي.
د افغاستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ښاغلیو غني او عبدالله تر څنګ ۱۵ نور کسان هم کاندیدان دي. ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د سپتمبر په ۲۸ وشي.
 
https://avapress.com/vdcjtyev8uqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته