دغه وزارت نن سې شنبه په يوه اعلاميه کې ويلي چې په وژل شوو او ټپي شوو کسانو کې ملکي وګړي او د دغه کمپ کار کوونکي شامل دي.
بيان زياتوي چې دغه چاودنه د تراکتور په مرسته تر سره شوې ده.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د چاودنې پر مهال په سيمه کې يو تېل پمپ هم اوراخستى او تر څنګ يې د ملکي وګړو ګڼ کورونه هم تخريب شوي دي.
دغه وزارت وايي افغان ځواکونو هغه پنځه طالبان هم وژلي چې تر چاودنې وروسته يې پر دغه کمپ د برير پلان درلود.
بيان وايي د پاک سازې عمليات نن سهار پنځه بجې پاى ته ورسېدل او 400 بهرنيان خوندي ځاى ته انتقال شوي دي.