د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، تازه دمه ځانګړي ځواکونه یې پلخمري ښار ته رسېدلي او دمګرې چاڼیز عملیات دوام لري.
چارواکي: د ملي امنیت تازه دمي ځانګړي ځواکونه پلخمري ته رسېدلي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1398 ساعت 11:47
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، تازه دمه ځانګړي ځواکونه یې پلخمري ښار ته رسېدلي او دمګرې چاڼیز عملیات دوام لري.
د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه ۱:۴۰ دقیقې د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه پلخمري ښار ته رسېدلي چې، له رسېدو سره سم یې په ټول ښار کې امنیتي پوستې رامنځته کړې او دمګړې چاڼیز عملیات دوام لري.
د خبرپاڼې له مخې، وسله وال طالبان د خلکو له کورنو د سنګر په توګه ګټه اخلي چې ډېر ژر به د ځانګړو عملیاتو په لړ کې ټول ښار د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شي.
وسله والو طالبانو وړمه ورځ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار برید وکړ، خو برید د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول وشو او پر مهال یې د پنځه تنه وسله وال طالبان او دوه افغان سرتیري ووژل شول.
د مطلب کود: 190965