دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 190966
ارشیفی
ارشیفی
هرات د پولیسو ویاند فرهاد جیلاني وایي، د افغان ملي اردو هوایي ځواکونو ددغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې هوایي برید ترسره کړی چې له امله یې د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال له پنځو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

د فرهاد جیلاني له قوله، نن سه شنبه د ګلران ولسوالۍ په «چشمه همه کاره» سیمه کې د افغان ملي اردو ځواکونو په برید کې یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال ملا نبي مشهور په غازي له خپلو پنځو تنو ملګرو سره وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : تلویزیون یک
https://avapress.com/vdcg3z9q3ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته