کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: هرات کې د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

تلویزیون یک , 12 سنبله 1398 ساعت 12:18

هرات د پولیسو ویاند فرهاد جیلاني وایي، د افغان ملي اردو هوایي ځواکونو ددغه ولایت په ګلران ولسوالۍ کې هوایي برید ترسره کړی چې له امله یې د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال له پنځو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.



د فرهاد جیلاني له قوله، نن سه شنبه د ګلران ولسوالۍ په «چشمه همه کاره» سیمه کې د افغان ملي اردو ځواکونو په برید کې یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال ملا نبي مشهور په غازي له خپلو پنځو تنو ملګرو سره وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 190966

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190966/چارواکي-هرات-کې-د-وسله-والو-طالبانو-نومول-شوی-ولسوال-وژل

آوا
  https://www.avapress.com