دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 190980
د پاکستان لومړی وزیر:موږ به له هند سره د اټومي جګړې پیلوونکي نه وو
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن سې‎شنبې (د وږي په ۱۲مه) وویل چې هېواد به یې د هند په وړاندې جګړه پيل نه کړي.

عمران خان وايي چې هند او پاکستان دواړه اټومي هېوادونه دي او د دوی ترمنځ شخړه ټوله نړۍ ګواښي.
هغه څرګنده کړه:«په دې برخه کې به هېڅکله لومړی اقدام زموږ له خوا نه وي.»
ښاغلي خان وايي، هند او پاکستان باید د جګړې پرځای، د ګډو ننګونو لکه، بې وزلي، بې‎کاري او د اقلیمي ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
له دې مخکې هند ویلي و چې لومړی د اټومي بم د نه استفاده کولو سیاست ته ژمن دی؛ خو شونې ده چې دا سیاست په راتلوونکي کې بدلون وکړي.
پاکستان چې د هند له خوا د کمشیر نیمه خودمختارۍ له لغوه کېدو سره مخالف دی، د دغه هېواد په وړاندې خپلو اعتراضونو ته ورکوي. 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc4xqsx2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته