د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن سېشنبې (د وږي په ۱۲مه) وویل چې هېواد به یې د هند په وړاندې جګړه پيل نه کړي.
د پاکستان لومړی وزیر:موږ به له هند سره د اټومي جګړې پیلوونکي نه وو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1398 ساعت 15:23
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن سېشنبې (د وږي په ۱۲مه) وویل چې هېواد به یې د هند په وړاندې جګړه پيل نه کړي.
عمران خان وايي چې هند او پاکستان دواړه اټومي هېوادونه دي او د دوی ترمنځ شخړه ټوله نړۍ ګواښي.
هغه څرګنده کړه:«په دې برخه کې به هېڅکله لومړی اقدام زموږ له خوا نه وي.»
ښاغلي خان وايي، هند او پاکستان باید د جګړې پرځای، د ګډو ننګونو لکه، بې وزلي، بېکاري او د اقلیمي ګواښونو په اړه خبرې وکړي.
له دې مخکې هند ویلي و چې لومړی د اټومي بم د نه استفاده کولو سیاست ته ژمن دی؛ خو شونې ده چې دا سیاست په راتلوونکي کې بدلون وکړي.
پاکستان چې د هند له خوا د کمشیر نیمه خودمختارۍ له لغوه کېدو سره مخالف دی، د دغه هېواد په وړاندې خپلو اعتراضونو ته ورکوي.
د مطلب کود: 190980