دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۱
د مطلب کود : 190995
هند د شرط په لرلو د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ملاتړ کوي
هند د بهرنیو چارو وزیر ویجي کمار وایي، چې هېواد یې پدې شرط د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې ملاتړ کوي چې له مخې یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ټپلو لپاره خوندي ځای پاتې نه شي.

ویجي کمار چې ددغه هېواد له لومړی وزیر نریندر مودي سره روسیې ته په سفر تللی، وایي چې، مسکو او ډیلي په افغانستان کې د هر هغه نوښت ملاتړ کوي چې له مخې یې په دغه هېواد کې تل پاتې سوله راځي.
ده وویل: «هند او روسیه د هر هغه نوښت ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل شي او دواړه هېوادونه به دې دا ‌ډول پروسې برخه وي. موږ په افغانستان کې د سیاسي نظام تامین غواړو او غواړو دا ډاډ ترلاسه کړو چې د سولې تړون او یا هغه بهیر چې په دغه هېواد کې وروسته له رامنځته کیږي، د اساسي قانون او سیاسي طرز العمل ډاډ پکې ترلاسه شي. له ټولو مهمه دا ده چې پدې هېواد کې د بهرنیو هېوادونو لاس وهنې او ترهګرو ډلې فعالیتونو ته په پکې ځای پاتې نشي.»
هند اندیښنه لري چې په افغانستان کې به د پاکستان نیابتي ترهګرې ډلې واک ته ورسیږی او پاکستان به لدې ډلو نه په استفادې په افغانستان کې د هند ګټې وګواښي.
بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وایي چې، هېواد یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته خوشبین نه دی او په افغانستان کې د داعش د پراخ شتون په اړه اندیښنې څرګندوي.
ایران هم په افغانستان کې د داعش او القاعده شبکو فعالیتونو ته اندیښمن دی. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کوي چې په افغانستان کې داعش پراخه فعالیت لري او زیاتوي چې امریکا د ترهګرو ډلو لکه داعش نه په افغانستان کې خپلو لنډمهاله موخو ته د رسېدو په موخه ګټه اخلي.
ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، هېواد یې د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو ته خوشبین نه دی او زیاتوي چې دا خبرې باید د افغان دولت ، افغانستان د خلکو او سیاستوالو په حضور کې ترسره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3uazwt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته