دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 190996
د ټاکنیزو کمېسیونونو مشر او کمېشنران په بند محکوم شول
د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو لس تنه پخواني کمېشنران له دندې څخه د ناوړې استفادې او د رایو د زیاتولو او کمولو په تور له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لخوا په پنځه پنځه کاله تنفذي بند محکوم شول.

له تېرې ورځې د یادو کسانو علني محاکمه روانه وه، چې نن سې شنبه د «وږې میاشتې پر۱۲مه» د یاد محکمې لخوا ورته دغه سزا واورول شوه.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي امریکا غږ ته وویل، چې دا د یادو کسانو ابتدایه محکمه ده او دوی کولی شي، چې د استېناف غوښتنه وکړي.
پر همدې مهال یوې سرچینې امریکا غږ ته وویل، چې په بند محکوم شوو پخوانیو کمېشرانو کې،عبدالعزیز اریا، حمیرا حقمل، ګلا جان بدیع صیاد، وصیمه بادغیسي، معاذالله دولتي، رفیع الله بېدار، عبدالقادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او احمد شاه زمانزی شامل دي.
د ټاکنیزو کمېسیونو دوو پخوانیو کمېشرانو غلام دستګیر هدایت او علي رضا روحاني په دغه قضیه کې د لاس نه لرلو له امله برائت تر لاسه کړ.
پر یادو کمېشرانو باندې تورو چې د افغانستان د تېر ۱۳۹۷کال د پارلماني ټاکنو پرمهال باندې له خپل واک څخه ناوړه استفاده کړې ده.
وروسته یاد کمېشران د افغان ولسمشر د یو حکم پر اساس له دندې لیري شول او وروسته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لخوا سره په مشوره نوي کمېشران د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره وټاکل شول.
د افغانستان د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې په دغه کمېسیون کې د جنجالونو او فساد د تورونو له امله شاوخوا شپږ میاشتې وروسته اعلان شوې، چې د ګڼو کسانو نیوکې راوپارولې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhyevmuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته