نن د عاشورا درېیمه ده؛ امنیتي ګواښونه اوس هم پرځای دي او خلک اړ دي، له وسلو کار واخلي او د عاشورا امنیت خوندي کړي.
امنیتي ساتونکی محمد نعیم نومی وایي؛ حکومت پیاوړې ژمنه نلري، چې د دې مذهبي ورځي امنیت تامین کړي او له همدې کبله اړ شوي یو، چې د خلکو د امنیت په ساتنه کي برخه واخلو.
د تکیه خانو ځینې مسوولین وایي، حکومت د مذهبي مراسمو د امنیت ساتنې توان نلري او څو ترهګریز بریدونه په دې ورځو رامنځته شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي، د عاشورا لپاره ځانګړي امنیتي تدبیرونه نیول شوي، د ترهګریزو بریدونو
د عاشورا مراسم هر کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر ځانګړیو مراسمو سره نمانځل کیږي؛ خو دا څو کاله کیږي، چې په دې ورځو کې ځینې ترهګریز بریدونه شوي خلک یې نا هیلي کړي دي.