کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عاشورا مراسمو د امنیت ساتنې لپاره خلک خپله لاس په کار شوي

12 سنبله 1398 ساعت 18:36

د تکیه خانو ځینې مسوولین وایي، چې په کابل کې د عاشورا مراسمو د امنیت ساتنې لپاره خلکو خپله پخپلو وسلو امنیت ساتنه پیل کړې ده.



نن د عاشورا درېیمه ده؛ امنیتي ګواښونه اوس هم پرځای دي او خلک اړ دي، له وسلو کار واخلي او د عاشورا امنیت خوندي کړي.
امنیتي ساتونکی محمد نعیم نومی وایي؛ حکومت پیاوړې ژمنه نلري، چې د دې مذهبي ورځي امنیت تامین کړي او له همدې کبله اړ شوي یو، چې د خلکو د امنیت په ساتنه کي برخه واخلو.
د تکیه خانو ځینې مسوولین وایي، حکومت د مذهبي مراسمو د امنیت ساتنې توان نلري او څو ترهګریز بریدونه په دې ورځو رامنځته شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي، د عاشورا لپاره ځانګړي امنیتي تدبیرونه نیول شوي، د ترهګریزو بریدونو
د عاشورا مراسم هر کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر ځانګړیو مراسمو سره نمانځل کیږي؛ خو دا څو کاله کیږي، چې په دې ورځو کې ځینې ترهګریز بریدونه شوي خلک یې نا هیلي کړي دي.
 


د مطلب کود: 190998

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/190998/د-عاشورا-مراسمو-امنیت-ساتنې-لپاره-خلک-خپله-لاس-په-کار-شوي

آوا
  https://www.avapress.com