دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۵
د مطلب کود : 191007
ناټو په افغانستان کې د امریکا د سولې د هڅو ننګه کوي- ستولتنبرګ
د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ وايي چې د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو په افغانستان کې د سولې راوستلو په برخه کې د امریکا د روانو هلو ځلو کلک ملاتړ کوي.

ښاغلي ستولتنبرګ دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره له خبرو وروسته وکړې. دوی دواړو په بروګسل کې سره ولیدل.
د ناټو مشر د سه شنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (وږي ۱۲) په خپل ټویټر کې ولیکل: "له مایک پمپیو سره مو پر روانو امنیتي چارو ښه بحث وکړ. ناټو په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د هلو ځلو پوره ننګه کوي."

د دوی دواړو د ملاقات لږ مخکې یا وروسته وسله والو طالبانو په کابل ښار کې د موټر بمب برید وکړ چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا شاوخوا ۲۰ تنه یې ووژل او څه باندې ۱۱۰ نور یې ژوبل کړل.
د ناټو مشر په خپل ټویټر کې په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي او لیکلي دي: "ناټو به د افغان ځواکونو سره خپلې همکارۍ روانې ساتي."
دا خبرې داسې مهال کیږي چې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه نهايي کړې ده او ویل کیږي چې ژر به لاسلیک او اعلان شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد وايي چې که تړون عملي شي په لومړي قدم کې به په شاوخوا ۱۳۰ ورځو کې د افغانستان له پنځو پوځي اډو څخه شاوخوا ۵۴۰۰ امریکايي عسکر ووځي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ سرتیري لري چې افغان ځواکونه روزي، سلا مشورې او تجهیزات ورکوي. ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل چې د سولې له تړون وروسته به هم په افغانستان کې ۸۶۰۰ عسکر ساتي.
ښاغلي خلیلزاد وویل چې د سولې د دویم پړاو خبرې به بین-الافغاني مذاکرات وي، هغه هیله وښوده چې دا مذاکرات ښه پر مخ ولاړ شي او نتیجه ورکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdzf0f5yt0nz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته